قصور۔2جون(اے پی پی) د كركيلې څانګې وياند باغبانانو ته هدايت كړې چې هغوي دې د ګرمۍ په موسم كښې د جامن بوټو ته اوبه كمې نه كړي ولې چې دې سره د جامن پېداوار ځپلې كېدې شي۔ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل د 7 نه تر 10 ورځو دمې سره دې د جامن بوټو ته اوبه وركړې شي او په بوټو د ګلونو ټوكېدو نه وړاندې دې …
د ګرمۍ په موسم كښې دې باغبانان د جامن بوټو ته اوبه كمې نه كړي۔ د كركيلې څانګې وياند

مزید خبریں
قصور۔2جون(اے پی پی) د كركيلې څانګې وياند باغبانانو ته هدايت كړې چې هغوي دې د ګرمۍ په موسم كښې د جامن بوټو ته اوبه كمې نه كړي ولې چې دې سره د جامن پېداوار ځپلې كېدې شي۔ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل د 7 نه تر 10 ورځو دمې سره دې د جامن بوټو ته اوبه وركړې شي او په بوټو د ګلونو ټوكېدو نه وړاندې دې د دې ناروغه څانګې كټ كړې شي دغسې چې ګلونه غوره وده وكړې شي۔ ده ووئيل كورنۍ مچۍ ٬ مچان ٬ سپګې او نور حشرات د جامنو په پولي نېشن كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل چې سپينې مچۍ ٬ سكېل ٬ سنډي ٬ د مېوې مچۍ او يلف مائنز د جامن په پاڼو بريد كولو سره دې ته زيان رسولې شي








