لاهور 30 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) پارلماني غړې حنا پروېز بټ د فلسطين او کشميريانو د خپلواكۍ په حق كښې په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې دا ايوان د فلسطين د خپلواكۍ په حق بشپړه باور لري٬ پاكستان د فلسطين او کشمير پحقله واضح موقف لري او د دوي د موقف بشپړه پلوې دې٬ پاکستان به د فلسطين …
د مسلم ليګ (ن) پارلماني غړې د فلسطين او کشميريانو د خپلواكۍ په حق كښې په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړو
لاهور 30 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) پارلماني غړې حنا پروېز بټ د فلسطين او کشميريانو د خپلواكۍ په حق كښې په پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے۔ په قرارداد كښې وئيلي شوي دي چې دا ايوان د فلسطين د خپلواكۍ په حق بشپړه باور لري٬ پاكستان د فلسطين او کشمير پحقله واضح موقف لري او د دوي د موقف بشپړه پلوې دې٬ پاکستان به د فلسطين پحقله د خپل موقف نه يو انچ په شا نه شي٬ امن لپاره د فلسطين او کشمير كشالو سوله ايز حل د وخت ضرورت دے۔ دا ايوان مطالبه كوي٬ چې ملګري ملتونه دې د روايتي كاروائيو په ځائ د دې مسئلو په سوله ايز حل كښې خپل كردار ولوبوي










