پېښور 28 مئي (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په سپريم كورټ كښې به سبا د ګل په ورځ يو پيټيشن دائر كولې شي٬د سپريم كورټ څخه به پوښتنه كوو چې ولې مونږ ته د احتجاج حق نشته۔د خالي په ورځ پېښور كښې د پرېس كنفرنس په مهال پخواني وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد بچ كولو ذمه واري زمونږ د ټولو ده٬ده ووئيل د …
په سپريم كورټ كښې به درخواست دائر كوو او پوښتنه به كوو چې ولې مونږ ته د احتجاج حق نشته؟۔عمران خان
پېښور 28 مئي (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف چيئرمېن عمران خان وئېلي دي په سپريم كورټ كښې به سبا د ګل په ورځ يو پيټيشن دائر كولې شي٬د سپريم كورټ څخه به پوښتنه كوو چې ولې مونږ ته د احتجاج حق نشته۔د خالي په ورځ پېښور كښې د پرېس كنفرنس په مهال پخواني وزيراعظم عمران خان ووئيل د هېواد بچ كولو ذمه واري زمونږ د ټولو ده٬ده ووئيل د 6 ورځو بشپړ ېدو نه پس به اعلان كوم چې اسلام آباد ته به كله راځم٬ټولو ته مو د مارچ تيارۍ حكم وركړے۔ده ووئيل په اسلام آباد كښې اونو ته اور پي ټي آئي نه ؤ لګولے٬د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل مونږ كله هم د انتشار سياست نه دې كړے٬عمران خان ووئيل په سپريم كورټ كښې به سبا د ګل په ورځ يو پيټيشن دائر كولے شي٬د سپريم كورټ څخه به پوښتنه كوو چې ولې مونږ ته د احتجاج حق نشته؟ولې مونږ هېواد دښمنه يو؟۔عمران خان ووئيل پرامن احتجاج زمونږ حق دے٬مونږ له به په هر صورت راوتل وي٬ګورو چې سپريم كورټ څه كوي۔ده ووئيل ما يقين لرلو چې په اسلام آباد كښې به خون خرابه كېږي٬ګولۍ چلېدې شي۔عمران خان ووئيل د ناستې لپاره مونږ ټول د تيارۍ سره راغلې وو۔ده ووئيل نېب بدلون بل او انتخابي اصلاحات بل به په عدالت كښې چېلنج كوو۔عمران خان غوښتنه وكړه چې په وړومبي پړاؤ كښې دې د ټاكنو تاريخ راكړے شي٬مذاكرات خو پكار وو٬زه جنګ كول نه غواړم٬د ټاكنو تر تاريخ وړاندې كومه خبره نشي كېدې۔د پي ټي آئي چيئرمېن ووئيل پوره هڅه ده چې د سپريم كورټ څخه كليئرنس واخلو٬د سپريم كورټ څخه تحفظ غواړم










