په يو تكبير ميا محمد نواز شريف٬ذوالفقار علي بهټو او ډاكټر عبدالقدير ته د پیرزوئنو وړاندې كولو قرارداد پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شو

لاهور 28 مئي (اے پي پي) په يو تكبير ميا محمد نواز شريف٬ذوالفقار علي بهټو او ډاكټر عبدالقدير ته د پیرزوئنو وړاندې كولو قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے۔قرارداد د مسلم ليګ(ن)غړو حنا پروېز بټ٬سعديه تيمور او سميرا په ګډه جمع كړے چې پكښې وئېلې شوي د پنجاب اسمبلۍ دا ايوان په يوم تكبير د تشكر اظهار كوي۔دا ايوان ميا محمد نواز شريف٬ذوالفقار علي بهټو او ډاكټر عبدالقدير …

لاهور 28 مئي (اے پي پي) په يو تكبير ميا محمد نواز شريف٬ذوالفقار علي بهټو او ډاكټر عبدالقدير ته د پیرزوئنو وړاندې كولو قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے۔قرارداد د مسلم ليګ(ن)غړو حنا پروېز بټ٬سعديه تيمور او سميرا په ګډه جمع كړے چې پكښې وئېلې شوي د پنجاب اسمبلۍ دا ايوان په يوم تكبير د تشكر اظهار كوي۔دا ايوان ميا محمد نواز شريف٬ذوالفقار علي بهټو او ډاكټر عبدالقدير ته په پاكستان اتومي قوت جوړولو پېرزوئنې وړاندې كوي۔ميا محمد نواز شريف د امريكې فشار او 5 اربه ډالره آفر نه انكار كړے ٬ميا محمد نواز شريف د هېواد سالميت او د خپلواكۍ سودا نه ده كړې۔د هند د اتومي چاودنو په ځواب كښې اتومي چاودنې كولو سره د قام سر په وياړ سره هسك كړے۔دا ايوان د ميا محمد نواز شريف روغ صحت لپاره لاس په دعا دے۔دغسې دا ايوان د ذوالفقار علي بهټو شهيد او د پاكستان محسن ډاكټر عبدالقدير لوړو درجو لپاره هم دعا كوي ۔

مزید خبریں