پېښور 19مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ حلقه پي كے 7 په خالي چوكۍ ضمني ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذات جمع كولو سلسله پيل شوې كومه به چې تر 21 مئي روانه وي، پولنګ به په 26 جون كېږي۔ شيډول له مخې 19 نه تر 21مئي 2022 به د نامزدګۍ كاغذات جمع كولې شي، په 22 مئي 2022 به د كانديدانو نامې شائع كولې شي۔ د كاغذات جانچ …
پي كے 7 په خالي چوكۍ ضمني ټاكنو لپاره د د نامزدګۍ كاغذات جمع كول پيل شوې،اليكشن كمېشن
پېښور 19مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ حلقه پي كے 7 په خالي چوكۍ ضمني ټاكنو لپاره د نامزدګۍ كاغذات جمع كولو سلسله پيل شوې كومه به چې تر 21 مئي روانه وي، پولنګ به په 26 جون كېږي۔ شيډول له مخې 19 نه تر 21مئي 2022 به د نامزدګۍ كاغذات جمع كولې شي، په 22 مئي 2022 به د كانديدانو نامې شائع كولې شي۔ د كاغذات جانچ پړتال به تر 25 مئي كېږي۔ د كاغذات منظوريدو يا مسترد كيدو په ضد اپيلونه به تر 28 مئي داخليدې شي، اپيليټ ټرائيبونل به په دغه اپيلونو پريكړه تر 01 جون كوي او د كانديدانو نظرثاني شوې فهرست به په 2 جون جاري كولې شي، كانديدان خپل كاغذات تر 3 جون بيرته اخستلې شي او په 4 جون به د كانديدانو حتمي فهرست جاري كولو سره هغوې ته انتخابي نښې الاټ كولې شي۔










