په ګلګت بلتستان كښې هم په راروانو څو ورځو كښې د سختې ګرمۍ راتللو امكان دے

ګلګت 18 مئي (اے پي پي)د موسميات محكمې پېشنګوئۍ ترمخه د هېواد زياتره سيمو غوندې په ګلګت بلتستان كښې هم په راروانو څو ورځو كښې د سختې ګرمۍ راتللو امكان دے۔د دغې ترمخه د تعليم سېكرټري او د درېو واړو ډويژنونو كمشنرانو ته او د ټولو ضلعو ډپټي كمشنرانو ته سپارښتنه شوې چې د راروانې ګرمۍ سختې چپې څخه بچ كېدو لپاره اختياطي تدابير خپلولو له په ټولو سكولونو كښې …

ګلګت 18 مئي (اے پي پي)د موسميات محكمې پېشنګوئۍ ترمخه د هېواد زياتره سيمو غوندې په ګلګت بلتستان كښې هم په راروانو څو ورځو كښې د سختې ګرمۍ راتللو امكان دے۔د دغې ترمخه د تعليم سېكرټري او د درېو واړو ډويژنونو كمشنرانو ته او د ټولو ضلعو ډپټي كمشنرانو ته سپارښتنه شوې چې د راروانې ګرمۍ سختې چپې څخه بچ كېدو لپاره اختياطي تدابير خپلولو له په ټولو سكولونو كښې د خبرتيا سيمينارونه راجوړ كړي او د هيټ اسټروك په صورت زر تر زره د طبي علاج رسنه باوري كړي۔ټولو كمشنرانو ته د كوم هم بېړني صورتحال مخ نيوي له د فائر برېګېډ او نورو ايمرجنسي ريسپانس ګاډو د اسټينډ بائي ساتلو سپارښتنه هم شوې ده