پېښور 18مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د كوز دير دوره كولو كښې د بيلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانسته او د بنياد تيګه اېښودې، ده د منډا ګرډ اسټيشن او جندول ګرډ اسټيشن پرانسته هم وكړه، د پروژو په بشپړولو پرله پسې 67 کروړه او 50 کروړه روپۍ لګښت راغلے دغسې د دير پوهنتون او په پنجکوړه درياب د آر سي سي پل د بنياد تيګه …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د كوز دير دوره،د مختلفو پرمختيائي پروژو پرانسته
پېښور 18مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان د كوز دير دوره كولو كښې د بيلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانسته او د بنياد تيګه اېښودې، ده د منډا ګرډ اسټيشن او جندول ګرډ اسټيشن پرانسته هم وكړه، د پروژو په بشپړولو پرله پسې 67 کروړه او 50 کروړه روپۍ لګښت راغلے دغسې د دير پوهنتون او په پنجکوړه درياب د آر سي سي پل د بنياد تيګه ئې هم اېښودې ،د منصوبې په بشپړولو به 41 کروړه روپۍ لګښت راځي۔ تفصيلات له مخې د خېبر پښتونخوا وزير اعلي محمود خان د خېبر ميډيکل يونيورسټي دير کيمپس او د ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال تيمرګره اپ ګريډيشن پرانسته ئې هم وكړه، په منصوبه يو ارب 64 کروړه روپۍ لګښت راغلے۔ دغسې وزيراعلي ورسره د ګريويټي واټر سپلائي اسکيم خال پرانسته هم كړې ٬ په دې منصوبه 80 کروړه روپۍ لګښت راغلے ۔ وزيراعلې په دسې مهال د بلامبټ کينال ښه والي منصوبې پرانسته هم وكړه په دې منصوبه 13 کروړه روپۍ لګښت راغلے ۔وزيراعلي محمود خان بلامبټ كښې د سپورټس ايرينا او جمنازيم د بنياد تيګه هم كېښودله ،دا منصوبه به په يو کروړ 90 لکهه روپو لګښت سره بشپړولې شي۔ دغسې وزيراعلې د شهيد چوك تيمر ګره فلائي اوور د بنياد تيګه كېښودله۔ د منصوبې په بشپړولو به 1.1 اربه روپۍ لګښت راځي۔ وزيراعلي محمود خان مياں کلي نه تر کمبټ بائي پاس سړك جوړولو چې ټول لګښت به پرې 67 کروړه 80 لکه روپۍ راځي ٬ د تالاش بائي پاس سړك د بنياد تيګه هم اېښودې په دې به 68 کروړه روپو لګښت راځي۔ وزيراعلي د تيمرګري سپورټس کمپليکس جوړلو اعلان هم وكړو چې په يو ارب روپۍ به پېر لګي










