رېسكيو 1122 په اېبټ آباد كښې د ګرمۍ سختې چپی په حقله ايمرجنسي پلان جاري كړو

اېبټ آباد 17 مئي (اے پي پي) رېسكيو 1122 په اېبټ آباد كښې د ګرمۍ سختې چپی په حقله ايمرجنسي پلان جاري كړې۔د خېبرپیښتونخوا رېسكيو 1122 ډائرېكټر جنرل ډاكټر خطير احمد په سپارښتنه رېسكيو چمتو والې نيولې۔ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر عمران خان يوسفزئي په مشرۍ كښې د رېسكيو 1122 د هيټ سټروك په حقله خاص غونډه په ضلعي دفتر كښې وشوه چې پكښې د رېسكيو 1122 سپريډنټ امير بشر او نورو …

اېبټ آباد 17 مئي (اے پي پي) رېسكيو 1122 په اېبټ آباد كښې د ګرمۍ سختې چپی په حقله ايمرجنسي پلان جاري كړې۔د خېبرپیښتونخوا رېسكيو 1122 ډائرېكټر جنرل ډاكټر خطير احمد په سپارښتنه رېسكيو چمتو والې نيولې۔ډسټركټ ايمرجنسي آفيسر عمران خان يوسفزئي په مشرۍ كښې د رېسكيو 1122 د هيټ سټروك په حقله خاص غونډه په ضلعي دفتر كښې وشوه چې پكښې د رېسكيو 1122 سپريډنټ امير بشر او نورو چارواكو ګډون كولو۔په غونډه كښې ډائرېكټر جنرل خطير احمد خان د اړخه د جاري كړی ايمرجنسي رېسكيو پلان ترمخه ډسټركټ ايمرجنسي افيسر عمران خان يوسفزئي پھ سپارښته په ټوله ضلعه كښې افسرانو او د سټېشن هاؤس انچارج به خپلو اړوندو سټېشنو موجود وي دغسې آن كال ډيوټي افيسر به 24 ساعته چمتو پاتې وي۔د ډسټركټ ايمرجنسي افيسر رېسكيو 1122 عمران خان يوسفزئي په سپارښتنه رېسكيو 1122 ايمولينسو كښې كولر٬د اوبو بوتلې او د واورې تېلۍ د اېښودلو سپارښتنه شوې دغسې د هيټ سټروك مخ نيوي له داروګان او نور ضروري سامان هم وركړی شوې۔