لاهور 16 مئي (اے پي پي) د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالي په مسترد كولو د وزيراعظم مننې لپاره د تشكر قرارداد پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے٬ په قرار داد كښې وئيلي شوي دا ايوان د پټرول په بيغه كښې په اضافه نه كولو د وزيراعظم محمد شهبازشريف مننه كوي٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف په اولس نور زور اچول نه غواړي ٬ د …
د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالي نه كولو په اړه د وزيراعظم مننې له د تشكر قرارداد پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شو
لاهور 16 مئي (اے پي پي) د پټروليم مصنوعات بيعه كښې د زياتوالي په مسترد كولو د وزيراعظم مننې لپاره د تشكر قرارداد پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړے شوے٬ په قرار داد كښې وئيلي شوي دا ايوان د پټرول په بيغه كښې په اضافه نه كولو د وزيراعظم محمد شهبازشريف مننه كوي٬ په قرارداد كښې وئيلي شوي وزيراعظم محمد شهباز شريف په اولس نور زور اچول نه غواړي ٬ د پخواني حكومت آئي اېم اېف سره د ناسمو لوظنامو له مخې په قامي خزانه د اربونو روپو بوجھ راغلے چې په سبب ئې ګراني هم زياته شوې ۔ دا ايوان په وزيراعظم محمد شهباز شريف بشپ باور لري او د هېواد مسئلو په حل كولو كښې د خپلې مرستې باوري وركوي










