پېښور 14 مئي (اے پي پي) سي ټي ډي او د سېکورټي فورسز د لټون په عملياتو كښې دوه ترهګر ووژل شولي ٬ د لټون دا عمليات د پشتخرې تهاڼې په پاٶكي وليد آباد كښې شوے۔ تفصيلات له مخې د لټون علمياتو په مهال دوه ترهګر وژلې شوي او نور تښتېدلي٬ د ترهګرو څخه ځانمرګي جېكټ٬ دوه طمانچې او څلور لاسي بمونه برآمد شوي۔ سي ټي ډي او سيکيورټي فورسز …
سي ټي ډي او د سېکورټي فورسز په اپرېش كښې دوه ترهګر ووژل شول
پېښور 14 مئي (اے پي پي) سي ټي ډي او د سېکورټي فورسز د لټون په عملياتو كښې دوه ترهګر ووژل شولي ٬ د لټون دا عمليات د پشتخرې تهاڼې په پاٶكي وليد آباد كښې شوے۔ تفصيلات له مخې د لټون علمياتو په مهال دوه ترهګر وژلې شوي او نور تښتېدلي٬ د ترهګرو څخه ځانمرګي جېكټ٬ دوه طمانچې او څلور لاسي بمونه برآمد شوي۔ سي ټي ډي او سيکيورټي فورسز ته دا اطلاع وه چې د کوچه رسالدار د ځانمرګي بريد ماسټر مائنډ ترهګر حسن شاه ولد ارمان شاه ګودر جمرود ضلع خېبر د لوي كاروائۍ په غرض په ياده شوې سيمه كښې موجود دے۔ سي ټي ډي او د سېکورټي فورسز د لټون عملياتو په مهال ماسټر مائنډ حسن شاه ولد ارمان شاه او يو بل ترهګر ووژل شول او نور ترهګر تښتېدلي د كومو د لټون عمليات جې روان دي












