پېښور۔14مئی(اے پی پی) سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو په تھانه پشتخره باوكه وليد آباد كښې د پلټنيو عملياتو په مهال 2 ترهګرو وژلي او نور ترهګر په خپلو ويستلو كښې بريالي شوي دي۔ د وژلې شويو ترهګرو قبضې څخه خودكش جېكټونه ٬ 2 تومانچې او 4 لاسي بمونه برآمد كړې شوي دي۔ د تفصيلات له مخې سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو ته مصدقه اطلاع ترلاسه شوې وه چې …
د سي ټي ډي او امنيتي ځواك په ګډه د پلټنيو عمليات ٬ 2 ترهګر ووژلې شؤ
پېښور۔14مئی(اے پی پی) سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو په تھانه پشتخره باوكه وليد آباد كښې د پلټنيو عملياتو په مهال 2 ترهګرو وژلي او نور ترهګر په خپلو ويستلو كښې بريالي شوي دي۔ د وژلې شويو ترهګرو قبضې څخه خودكش جېكټونه ٬ 2 تومانچې او 4 لاسي بمونه برآمد كړې شوي دي۔ د تفصيلات له مخې سی ټی ډی او امنيتي ځواكونو ته مصدقه اطلاع ترلاسه شوې وه چې كوچه رسالدار ته خودكش بمبار راوستونكې ماسټر مائنډ ترهګر حسن شاه په پیښور كښې لويه كارروائۍ كولو له خود كشش بمبار تيارولو سره د تھانه پشتخره په حدودو كښې موجود دې۔ اطلاع مصدقه ګرځولو سره سهار وختي سی ټی ډی پېښور ريجن خاص چھاپه ماره ډله تشكيل كړه او امنيتي ځواكونو سره په ګډه يۍ په تھانه پشتخره كښې انټېلي جنس بېسډ عمليات پېل كړل۔ د عملياتو په مهال په پاوکه ولید آباد كښې ترهګرو مخامخ راتلو سره په دوئي ډزې پېل كړې۔ د دواړو اړخونو نه د د ډزو لړۍ تر ډېر وخت روانه وه۔ دې نه وروستو سيمه محاصره كړې شوه او د پلټنيو عملياتو په مهال د دوه ترهګرو مړي وموندلې شؤ په كوم كښې چې د يو شناخت د حسن شاہ ولد ارمان شاہ سکنہ ګودر جمرود ضلع خېبر او دويم مړې د ممكنه خودكش بمبار وو د كوم شناخت چې روان دې۔ بلخوا درې څلور ترھګر د موقعې نه تښتېدو كښې كامياب شوي دي۔ وژلې شوې ترهګر حسن شاه په كوچه رسالدار خود كش بريد ٬ د نعمان بي اے اېس آئي ٬ امتياز خان اے اېس آئي ٬ فياض خان اے اېس آئي ٬ كنسټېبل سجاد علي شاه ٬ اهل حدېث عالم عبد الحميد او د اهل تشيع سوداګر محبوب شهيد كولو نه ځانله د حكيم ستنام سنګھ او كرچسن پادري پېټرك وليم سراج ټارګټ كلنګ په شمول يو شمېر نورو سنګينو مقدمو كښې سي ټي ډي او ځائي پوليس ته مطلوب وو۔ د سي ټي ډي او امنيتي ځواكونو لويه نفري د پېښې ځايې ته ورسېده او سيمه محاصره كولو سره يۍ د ترهګرو ګرفتارۍ له د پلټنيو عمليات پېل كړل۔












