پېښور ۔14مئی(اے پی پی) د خېبرپختونخوا حکومت په ذمه د نړيوالو ادارو 598 اربه روپۍ واجب الادا دي۔ خېبرپختونخوا اسمبلی كښې د تېر كال په مهال د ترلاسه كړې شويو قرضونو په اړه دستاوېزات وړاندې كړې شول۔ د دستاوېزات له مخې د خېبر پختونخوا حكومت د تېرو څلور كلونو په مهال د 598 اربه روپو قرضه واخسته۔ په دستاوېز كښې وئيلې شوي دي چې تر 30 جون 2021 د اخستلې …
د خېبر پختونخوا حكومت په ذمه د نړيوالو ادارو 598 اربه روپۍ واجب الادا دي٬ دستاوېز
پېښور ۔14مئی(اے پی پی) د خېبرپختونخوا حکومت په ذمه د نړيوالو ادارو 598 اربه روپۍ واجب الادا دي۔ خېبرپختونخوا اسمبلی كښې د تېر كال په مهال د ترلاسه كړې شويو قرضونو په اړه دستاوېزات وړاندې كړې شول۔ د دستاوېزات له مخې د خېبر پختونخوا حكومت د تېرو څلور كلونو په مهال د 598 اربه روپو قرضه واخسته۔ په دستاوېز كښې وئيلې شوي دي چې تر 30 جون 2021 د اخستلې شوې قرضې حجم 294 اربه روپۍ دې او د 235 اربه روبو نورې قرضې اخستلو خبره شوې ده۔ تر ټولو زياته قرضه 120 اربه روپۍ د ټرانسپورټ په مد كښې اخستې شوې ده۔ معاشي پرمختګ لپاره 54 اربه روبۍ ٬ د توان منصوبو له 23 اربه روپۍ او د تعليم لپاره 10 اربه روپۍ قرضه اخستې شوې ده۔ د خېبرپختونخوا حکومت دا قرضونه د ایشیائی پرمختيائي بینک او د انټرنېشنل ډېوېلپمنټ ایجنسۍ په شمول بېلو نړيوالو ادارو څخه اخستې دي.










