د 12 مئي 2007ء شهيدان د جمهوريت شهيدان دي كومو چې د جمهوريت بحالۍ لپاره قربانۍ وركړي۔اسفند يار ولي

پېښور 12مئي (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر اسفنديارولي خان وئيلي دي د عدليې بحالۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكې نن هم د انصاف منتظر دي۔ د 12مئي پېښې په 15مې تلين جاري پيغام كښې د اے اين پي مشر اسفنديارولي خان وئيلي دي د 12مئي 2007ء شهيدان د جمهوريت شهيدان دي كومو چ ېد جمهوريت بحالۍ لپاره قربانۍ وركړي۔ ده ووئېل نن د دغې قربانو …

پېښور 12مئي (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر اسفنديارولي خان وئيلي دي د عدليې بحالۍ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكې نن هم د انصاف منتظر دي۔ د 12مئي پېښې په 15مې تلين جاري پيغام كښې د اے اين پي مشر اسفنديارولي خان وئيلي دي د 12مئي 2007ء شهيدان د جمهوريت شهيدان دي كومو چ ېد جمهوريت بحالۍ لپاره قربانۍ وركړي۔ ده ووئېل نن د دغې قربانو په وجه په پاكستان كښې جمهوريت بحال او پارلمان فعاله دے۔ده ووئيل د آئين ماتونكو په ضد كه يو ځل كاروائي شوې وه نو بيا به داسې نه كيدل۔پاكستان كښې جمهوريت ته وده نه وركړې كېږي ،نن هم د جمهوري نظام په ضد سازشونه كېږي۔ ده وئوېل آئين شكن او جمهوريت مخالف قوتونو له كه سزاګانې ورنه كړې شوې نو د پاكستان سلامتيا ته خطر رامخې ته كيدے شي۔ ده ووئيل جمهوري نظام لپاره قرباني وركونكے هر كاركن زمونږ فخر دے او 12مئي شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كوم

مزید خبریں