د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د سوات دوره، د درېو مهمو پرمختيائي پروژو پرانسته

پېښور 12 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د زيارت په ورځ د سوات دوره وكړه او هلته ئې مصروفه ورځ تيره كړه ٬ ده په دې مهال د درېو مهمو پرمختيائي پروژو د تحصيل كمپليكس مټه د نوې ودانۍ ، ګرلز ډګري كالج خړيزئي او د تحصيل هيډ كوارټر روغتون مټه برن اينډ ټراما سنټر باضابطه پرانسته وكړه۔ وزيراعليٰ په دې موقع د ګڼو پرمختيائي …

پېښور 12 مئي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ محمود خان د زيارت په ورځ د سوات دوره وكړه او هلته ئې مصروفه ورځ تيره كړه ٬ ده په دې مهال د درېو مهمو پرمختيائي پروژو د تحصيل كمپليكس مټه د نوې ودانۍ ، ګرلز ډګري كالج خړيزئي او د تحصيل هيډ كوارټر روغتون مټه برن اينډ ټراما سنټر باضابطه پرانسته وكړه۔ وزيراعليٰ په دې موقع د ګڼو پرمختيائي پروژو د بنياد تيګه خك كېښودله چې پكښې د سوات زرعي پوهنتون او يونيورسټي آف انجنيئرنګ اينډ ټيكنالوجي مټه كيمپس جوړول ، د رورل هيلتھ سنټر چپرال ، د تحصيل هيډ كوارټر روغتون اپګريډيشن ، د مټې پوليس اسټيشن نوې ودانۍ جوړول ، مټه ګريويټي واټر سپلائي اسكيم، تحصيل پلے ګراونډ مټه، فيملي واټر پارك مټه، د 57 كلوميټر اوږد شموزئي چوك نه تر باغ ډھيري سړك بحالي، بريام چوك نه تر وانائي 10 كلوميټر اوږد سړك پراختيا او بحالي ، د 23 كلوميټره اوږد مټه فضل بانډه سړك بحالي ، چپرالت بائي پاس سړك جوړول، فضل بانډې نه تر جارګو واټر فال سړك جوړول ، پولي ټيكنك انسټيټيوټ ، ډګري كالج وينئي او د 132 كے وي مټه ګرډ اسټيشن جوړول شامل دي۔ده په وكيلانو زور راوړو چې د غريب او بې وسه وګړو له انصاف وركولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔صوبائي حكومت وګړو له آرزان او سمدستي انصاف وركولو له قانوني اصلاحات كړي۔ محمود خان ووئيل تير وخت كښې اعليٰ وزيرانو خپلو خپلو ضلعو پرمختګ ته پام لرنه كړې دغسې زه سوات سره سره د ټولې صوبې پرمختګ ته پام لرنه كوم۔ وزيراعليٰ ووئيل د صوبې پرمختګ لپاره ما شپه ورځ كار كړے او صوبه د پرمختګ پلو روانه شوې۔په دې موقع پخوانې وفاقي وزير مراد سعيد،صوبائي وزير محب اللّٰه او نورو هم خطاب وكړو

مزید خبریں