د پیښور د پښتو اكېډېمۍ سكالر محمد فاروق انجم په پښتو ادب كښې پي اېچ ډي وكړه

پیښور 09 مئي (اے پي پي) د پیښور د پښتو اكېډېمۍ سكالر او د نمل پوهنتون د پاكستانو ژبو اسسټنټ پروفيسر محمد فاروق انجم په پښتو ادب كښې پي اېچ ډي كړی۔د هغه نګران ډاكټر نور محمد دانش بيټنے ؤ ٬بهرنې ممتحن يې د مالاكنډ پوهنتون د پښتو څانګې چيئرمېن ډاكټر علي خيل درياب ؤ ۔د فاروق انجم د مقالې عنوان د رحمان بابا د كلام لثاني او اسلوبياتي مطالعه ده ۔دغسې ده په كاميابۍ سره د خپلې مقالې دفاع وكړه ۔