اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وئېلي دي د قامي سلامتيا كمېټۍ (اېن اېس سي)غونډې نه پس د بې بنسټه سازش بيانيه ختمه شوې۔عمران خان د سياست تباه كولو نه پس د نااهلۍ پټولو لپاره د دې خط شاته پټېږي ۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د پي ټي آئي سياست د وړومبۍ ورځې څخه دروغ٬سازش٬په خله …
د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډې نه پس بې بنسټه سازش ختم شوے۔اسفنديار ولي خان

مزید خبریں
اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وئېلي دي د قامي سلامتيا كمېټۍ (اېن اېس سي)غونډې نه پس د بې بنسټه سازش بيانيه ختمه شوې۔عمران خان د سياست تباه كولو نه پس د نااهلۍ پټولو لپاره د دې خط شاته پټېږي ۔د جمعې په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې ده ووئيل د پي ټي آئي سياست د وړومبۍ ورځې څخه دروغ٬سازش٬په خله بندولو او سپكو سپورو اډانه ؤ ٬اولس له به پريكره كول وي چې د دې دروغو ملګرتيا كوي يا څوك چې د دې قام خذمت كول غواړي د هغوي ۔اسفنديار ولي خان ووئيل په تېرو دريو واړو جلسو كښې عمران خان د خپلې كاركردګۍ په اړه يوه خبره نه ده كړې خو په ويستلو يې ژړل٬بايد هغه ته معلومه شي چې د غلا په دروازه اقتدار ته راشي نو انجام به يې هم دغسې وي٬چې اقتدار ترې لاړو نو اوس د سازش ډرامه كوي۔










