په پېښور كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې 4 كسان ژوبل شوي

پېښور 19 اپرېل (اے پي پي) په پېښور كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې 4 كسان ژوبل شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه د پېښور په كوهاټ روډ عطا محمد ګړهې سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د كور چت لوېدو په پېښه كښې څلور كسان تر ملبه لاندې راغلي وو كوم چې د رېسكيو 1122 ډلې راويستلو سره روغتون ته رسولي دي. په ژوبل …

پېښور 19 اپرېل (اے پي پي) په پېښور كښې د كور چت لوېدو په پېښه كښې 4 كسان ژوبل شوي دي. د خبر له مخې دا پېښه د پېښور په كوهاټ روډ عطا محمد ګړهې سيمه كښې رامېنځ ته شوې چرته چې د كور چت لوېدو په پېښه كښې څلور كسان تر ملبه لاندې راغلي وو كوم چې د رېسكيو 1122 ډلې راويستلو سره روغتون ته رسولي دي. په ژوبل شويو كسانو كښې دوه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.

مزید خبریں