لاهور۔17اپرېل(اے پی پی) د زرګونو په شمېر د لا وارثه او بې آسرې كوچنيانو مور ٬ د بې كوره او بې آسرې خلكو مسيحا او د ايدھي فاؤنډېشن روح رواں بلقيس ايدھي په سوګ كښې له 90 څخه زياتو هېوادونو كښې خاموشې اختيار كړې شوه۔ د اتوار په ورځ د ایشیاء اېنډ اوشیانا پوسټ ډاکټوریل اکېډمی لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې بلقيس اېدھي ته د عقيدت …
د بلقيس ايدھي په سوګ كښې 90 څخه زياتو هېوادونو كښې خاموشي اختيار كړې شوه

مزید خبریں
لاهور۔17اپرېل(اے پی پی) د زرګونو په شمېر د لا وارثه او بې آسرې كوچنيانو مور ٬ د بې كوره او بې آسرې خلكو مسيحا او د ايدھي فاؤنډېشن روح رواں بلقيس ايدھي په سوګ كښې له 90 څخه زياتو هېوادونو كښې خاموشې اختيار كړې شوه۔ د اتوار په ورځ د ایشیاء اېنډ اوشیانا پوسټ ډاکټوریل اکېډمی لخوا د جاري كړې شوي پرېس ريليز له مخې بلقيس اېدھي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له په ګرده نړۍ كښې له 90 څخه زياتو هېوادونو كښې د دې د تدفين په وخت خاموشي اختيار كړې شوه۔ د تنظیم چانسلر د انډونیشیا جسټس ریټائرډ ډاکټر اېس اېس پیرو بلقیس اېدھی ته د عقيدت پېرزينې وړاندې كولو سره د دې د سماجي خذماتو ستائنه وكړه۔ بلقيس ته د دې په سماجي خذماتو يو شمېر اعزازونه وركړې شول۔ د انسانيت د خذمت په اعتراف كښې د پاكستان حكومت دې ته هلال امتياز وركړو۔ د هندي انجونې ګيتا په خيال ساتلو هند دې ته په كال 2015 كښې مدرټرېسا ايوارډ وركړو۔ بلقیس ایدھی د پاكستان تر ټولو اعلی اعزاز په شمول امريكا ٬ برطانيه ٬ هند او نورو هېوادونو څخه ايوارډونه ترلاسه كړې دي










