د سماجي كاركن بلقيس اېدھي د جنازې لمونځ ادا كړې شو٬ د سندھ اعلی وزير په شمول د نورو اعلی چارواكو ګډون ٬ په صوبه كښې د يوې ورځې سوګ اعلان

کراچی۔16اپرېل (اے پی پی) د سماجي كاركن بلقيس اېدھي د جنازې لمونځ په مېمن مسجد كښې ادا كړې شو۔ د جنازې لمونځ كښې د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه ٬ د سندھ كابينې غړو ٬ بېلو سياسي لارښودو ٬ نورو اعلی چارواكو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي يو بيان اعلي وزير مراد علي شاه وئيلې چې د سندھ حكومت د …

کراچی۔16اپرېل (اے پی پی) د سماجي كاركن بلقيس اېدھي د جنازې لمونځ په مېمن مسجد كښې ادا كړې شو۔ د جنازې لمونځ كښې د سندھ اعلی وزير مراد علي شاه ٬ د سندھ كابينې غړو ٬ بېلو سياسي لارښودو ٬ نورو اعلی چارواكو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ د وزيراعلی هاؤس لخوا په جاري شوي يو بيان اعلي وزير مراد علي شاه وئيلې چې د سندھ حكومت د بلقيس اېدھي په مړينه يوه ورځ سوګ لمانځي۔ ده ووئيل انسانيت لپاره د بلقیس ایدھی خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې بلقيس اېدھي د 74 كالو په عمر كښې تېره ورځ په يوه نجي روغتون كښې په حق ورسېده چرته چې يوې مياشتې نه د هغې درملنې روانې وې۔

مزید خبریں