اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د پاكستان د قطر څخه د اېل اېن جي راوړلو لوظ نامه كمرشل ده٬سياسي حالات به په دې آغېز ونه كړې شي٬په ډالرو كښې د لين دين خنډ او په ايران د بندېزونو بيا لګېدلو اندېښنې له امله د ګاز پائپ لائن پھ پروژه كار نه دې شوې٬د ګاز په كمرشل …
د پاكستان د قطر څخه د اېل اېن جي لوظ نامه كمرشل ده٬سياسي حالات په دې آغېز ونه كړې شي
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پیټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئېلي دي د پاكستان د قطر څخه د اېل اېن جي راوړلو لوظ نامه كمرشل ده٬سياسي حالات به په دې آغېز ونه كړې شي٬په ډالرو كښې د لين دين خنډ او په ايران د بندېزونو بيا لګېدلو اندېښنې له امله د ګاز پائپ لائن پھ پروژه كار نه دې شوې٬د ګاز په كمرشل ميټرو لګولې شوې بندېز ختم شوې٬د ګاز بيعې نه زياتېږي٬ اوسني حكومت كښې په سسټم كښې د 944 اېم اېم سي اېف ډي ګاز او هره ورځ د 32 زره بېرله زياتو تېلو اضافه شوې٬په سندھ كښې د تېلو او ګاز پنځه نوې پانګې موندلې شوي دي۔د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل مونږ د قطر څخه هره ورځ 600 مكعب فټه اېل اېن جي درآمد كوو او دا اېل اېن جي د برېښنا پېدا كولو ٬ د سرې په كارخانو٬سي اېن جي او د كېپټو پاور پروژو لپاره كارول كېږي۔د دې نه علاوه پھ ژمي كښې كورونو لپاره هم اېل اېن جي وركولې شي۔ده ووئيل كه مونږ اېل اېن جي نه وه درآمد كړې نو مونږ ته به سره د بهر څخه راغوښتله ۔ ده ووئېل مونږ صنعتونو ته 24 ساعته برېښنا وركوو٬د سي اېن جي څانګه بندېدو ته نزدې وه٬هغه هم د اېل اېن جي د لارې بحال كړی شوې ده۔ده ووئيل قطر سره پي اېس او كمرشل لوظ نامه لري او په دې به د اوسنيو سياسي حالاتو هېڅ آغېز نه كېږي خو كه حالات د كنټرول نه بهر شي او په قطر بندېزونه ولګي نو منفي آغېز يې كېدې شي۔ده ووئيل قطر كوريا او جاپان ته 60 ملينه ټنه او زمونږ ګاونډي هېواد ته 9 ملينه ټنه اېل اېن جي وركوي۔د يوې پوښټنې په ځوا كښې ده ووئيل د ګرځينده قرض ستونزه د برېښنا د څانګې ده خو د پي اېس او ګرځينده قرض هم 200 اربه روپو ته رسېدلې خو سره د دې د پي اېس او د ديواليه كېدو هېڅ خطر نشته۔ده ووئيل د اېل اېن جي بيعه د يوې خاص طريقې له مخې ټاكلې شوې او كله چې په نړيواله كچه د تېلو بيعه زياتېږي نو د اېل اېن جي بيعه هم زياتېږي او چې كله د تېلو بيعه ټېټېږي نو د دغې بيعه هم ټېټېږي












