پېنډۍ 12 جون (اے پي پي) په كنټرول لائن د هندي پوځ په ډزو كښې دوه وګړي شهيدان او د ماشومې او مېرمنې پشمول درې كسه ژوبل شوي دي٬هندي پوځ د ښار آبادي په نښه كړی ده ٬پاك پوځ بشپړ او خله ماتې ځواب وركړې دې ٬ هندي پوځ ته ځاني زيان هم رسېدلې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د ګل په ورځ هندي پوځ …
په كنټرول لائن د هندي پوځ په ډزو دوه وګړي شهيدان او د ماشومې او مېرمنې پشمول درې كسه ژوبل
پېنډۍ 12 جون (اے پي پي) په كنټرول لائن د هندي پوځ په ډزو كښې دوه وګړي شهيدان او د ماشومې او مېرمنې پشمول درې كسه ژوبل شوي دي٬هندي پوځ د ښار آبادي په نښه كړی ده ٬پاك پوځ بشپړ او خله ماتې ځواب وركړې دې ٬ هندي پوځ ته ځاني زيان هم رسېدلې۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې د ګل په ورځ هندي پوځ پھ كنټرول لائن د ډز بندۍ خلاف ورزۍ كولو سره په جنډ روټ او هاټ سپرنګ سېكټرو ګوله باري كړې او د دې په نتيجه كښې د بهابړه كلي اوسېدونكي 18 كلن وقار يونس او 19 كلن اسد علي شهيدان شوي دي ۔پھ دې كلي كښې د ډزو پھ نتيجه كښې 30 كلن محمد شهباز٬ په چكرالي كلي كښې 35 كلنه شمائله خورشيد او 14 كلنه حفصه شبير ژوبل شوي دي۔پاك پوځ د هند د بلااشتعاله ډزو بشپړ ځواب وركړی او په نتيجه كښې يې هندي پوځ ته ځاني زيان هم رسېدلې دې












