د پنجاب وزيراعلي عثمان بزدار د قامي اسمبلۍ غړي سردار جعفر لغاري كور ته لاړ،هغه سره د ورور په مړينه ئې لاس نيوه وكړه

لاهور 13 اپريل (اے پي پي) د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار ګلبرګ كښې د قامي اسمبلۍ غړي سردار جعفر خان لغاري کور ته لاړو او هغه سره ئې د ورور په مړينه لاس نيوه وكړه، وزيراعلي د سردار جعفر خان لغاري سره د يووالي څرګندونه كولو سره فاتحه خواني وكړه او د سردار عمر لغاري بخښنې لپاره ئې دعا اوكړه۔