باجوړ۔13اپرېل(اے پی پی) د باجوړ ضلعې په ماموند تحصيل كښې په يوه بمي چاؤدنه كښې د سركاري سكول استاذ په حق رسېدلې دې۔ د پوليس او رېسكيو 1122 چارواكو له مخې د چاؤدنې دا پېښه نن سهار بدان نومې كلي كښې رامخې ته شوه۔ د چارواكو له مخې مفتي شفيع الله سكول ته روان وو چې په دغه مهال په لاره كښې د نامعلومه كسانو لخوا نصب كړې شوې بم …
باجوړ كښې د بمي چاؤدنې پېښه كښې د سكول استاذ په حق ورسېد

مزید خبریں
باجوړ۔13اپرېل(اے پی پی) د باجوړ ضلعې په ماموند تحصيل كښې په يوه بمي چاؤدنه كښې د سركاري سكول استاذ په حق رسېدلې دې۔ د پوليس او رېسكيو 1122 چارواكو له مخې د چاؤدنې دا پېښه نن سهار بدان نومې كلي كښې رامخې ته شوه۔ د چارواكو له مخې مفتي شفيع الله سكول ته روان وو چې په دغه مهال په لاره كښې د نامعلومه كسانو لخوا نصب كړې شوې بم يوې زورورې چاؤدنې سره وچاؤدلو چې په نتيجه كښی ئې هغه سخت ژوبل شول۔ د چاؤدنې نه سمدستي وروستو ځائي وګړو او رېسكيو اهلكارو دې ډسټرکټ هېډكوارټر روغتون ته ورسولو چرته چې ده د زيات ژوبل كېدو د لاسه ساه وركړه۔ تر دې دمه كومې ډلې د دې پېښې ذمه واري په خپله غاړه نه ده اخستې بلخوا پوليس دې پېښه كښې د ككړو عناصرو لټون له پلټنې پېل كړې دي۔










