هندو انتها خوښو 25 كلن وګړې د غوا ذبح كولو په تور ووژلو

نوې ډيلې ۔13اپرېل(اے پی پی) په هندي پلازمينه نوي ډلي كښې هندو انتها خوښو په يو فارم هاؤس كښې د نګران په توګه كار كوؤنكې 25 كلن وګړې راجه رام د غوا ذبح كولو په تور په وهلو وهلو ووژلو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دغه هندو انتها خوښو په دغه پېښه كښې د راجه رام دوه ملګري ژوبل كړې هم دي د كومو درملنې چې روانې دي۔ د …

نوې ډيلې ۔13اپرېل(اے پی پی) په هندي پلازمينه نوي ډلي كښې هندو انتها خوښو په يو فارم هاؤس كښې د نګران په توګه كار كوؤنكې 25 كلن وګړې راجه رام د غوا ذبح كولو په تور په وهلو وهلو ووژلو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې دغه هندو انتها خوښو په دغه پېښه كښې د راجه رام دوه ملګري ژوبل كړې هم دي د كومو درملنې چې روانې دي۔ د ژوبل شويو كسانو لخوا د درج كړې شوي اېف آئي آر له مخې دغه بريد كوؤنكو خپل شناخت د “ګاورکھشکوں” په توګه كړی دې۔ دهلي پوليس په دې معامله كښې 2 بېل اېف آئي درج كړي دي او 5 تورنو سره ئې تېښته كولو كښې مرسته كړې ده۔ دويم اېف آئي د غوا په ذبح كولو د وژلې شوي په شمول د درې كسانو په ضد دې۔

مزید خبریں