د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه٬خپله استعفٰی يې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته ولېږله

پېښور 11 اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه او خپله استعفٰی يې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته لېږلې ده۔د يادونې وړ ده چې د كے پي كے ګورنر شاه فرمان د صوبې 32م د ګورنر په حېثيت د 5 ستمبر 2018 څخه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې و۔شاه فرمان درې كاله اووه مياشتې شپږ ورځې د خېبرپښتونخوا ګورنر پاتې شوې۔شاه فرمان …

پېښور 11 اپرېل(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه او خپله استعفٰی يې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته لېږلې ده۔د يادونې وړ ده چې د كے پي كے ګورنر شاه فرمان د صوبې 32م د ګورنر په حېثيت د 5 ستمبر 2018 څخه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړې و۔شاه فرمان درې كاله اووه مياشتې شپږ ورځې د خېبرپښتونخوا ګورنر پاتې شوې۔شاه فرمان يو پاكستانې سياستمدار دے كوم چې د 5 ستمبر 2018 څخه د خېبرپښتونخوا 32م ګورنر ؤ٬ هغه د كال 2013 ټول ټاكنو او 2018 ټول ټاكنو كښې PK10 اور PK-71 پیښور-VI حلقې څخه يو ځل بيا د صوبائي اسمبلۍ غړې منتخب شوې و۔شاه فرمان د د اسلاميه كالج يونيورسټي او خېبر لاﺀ كالج پېښور څخه زدكړې ترلاسه كړې ۔هغه د سياسي ګوند”پاكستان تحريك انصاف”باني غړو كښې يو دے او د كال 1995 څخه سرګرم غړې پاتې شوې۔د دې څخه وړاندې هغه د پروېز خټك كابينه كښې د كال 2013 نه تر 2018 پبلك هېلت انجينئرنګ او اطلاعاتو او اړيكو محكمې صوبائي وزير هم پاتې شوې۔

مزید خبریں