پېښور ۔11اپرېل(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ په اعلی وزير محمود خان د باور څرګندونې له وړاندې كړې شوې قرارداد اكثريت سره منظور كړې دې۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ په غونډه كښې د پي ټي آئي غړي سلطان محمد د اعتراض په نكته ووئيل چې قائد ایوان يو باعزته شخصیت دې مونږ ده ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ ٬ تحريك انصاف متحد دې او وزيراعلی …
د خېبر پختونخوا اسمبلۍ په اعلی وزير محمود خان د باور څرګندونې له وړاندې كړې شوې قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
پېښور ۔11اپرېل(اے پی پی) د خېبر پختونخوا اسمبلۍ په اعلی وزير محمود خان د باور څرګندونې له وړاندې كړې شوې قرارداد اكثريت سره منظور كړې دې۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ په غونډه كښې د پي ټي آئي غړي سلطان محمد د اعتراض په نكته ووئيل چې قائد ایوان يو باعزته شخصیت دې مونږ ده ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ ٬ تحريك انصاف متحد دې او وزيراعلی محمود خان سره اوږه په اوږه ولاړ دې۔ په دې موقعه ده خپل قراردا وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې ووئيلې شؤ چې مونږد خېبر پختونخوا په اعلی وزير محمود خان د بشپړه باور څرګندونه كوؤ او صوبې لپاره شپه او ورځ د خوارۍ په كولو ده ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ سپيكر چې كله په قرارداد ووټنګ وكړو نو د قرارداد په حق كښی 88 او ددې په مخالفت كښې درې رائې وكارولې شوې۔ جماعت اسلامي په ووټنګ كښې برخه وانخسته۔ نون ليګ او اے اېن پي د قرارد داد مخالفت وكړو۔ وروستو په ايوان كښې د شور د لاسه سپيكر احمد غني غونډه د مئي تر 10 مې نېټې وځنډوله










