پېښور ۔11اپرېل(اے پی پی) په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې اپوزيشن ګوندونو د وزيراعلی محمود خان په ضد د عدم اعتماد تحريك واپس واخست۔ د ګل په ورځ چې څه وخت د صوبائي اسمبلۍ غونډه د سپيكر مشتاق احمد غني په مشرۍ كښې پېل شوه نو د اے اېن پي پارليماني لارښود سردار حسېن بابك ووئيل چې خبرونه دا رامخې ته كېږي چې صوبائي اسمبلي تحليل كولې شي ٬ د هېواد …
په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې اپوزيشن ګوندونو د اعلی وزير محمود خان په ضد تحريك عدم اعتماد بېرته واخست

مزید خبریں
پېښور ۔11اپرېل(اے پی پی) په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې اپوزيشن ګوندونو د وزيراعلی محمود خان په ضد د عدم اعتماد تحريك واپس واخست۔ د ګل په ورځ چې څه وخت د صوبائي اسمبلۍ غونډه د سپيكر مشتاق احمد غني په مشرۍ كښې پېل شوه نو د اے اېن پي پارليماني لارښود سردار حسېن بابك ووئيل چې خبرونه دا رامخې ته كېږي چې صوبائي اسمبلي تحليل كولې شي ٬ د هېواد صورتحال نظر كښې نيولو سره اپوزيشن دا مناسب وګڼل چې تحريك عدم اعتماد دې جمع كړې شي۔ ده ووئيل مونږ د حكومت لمينځه د اوړولو كومه اراده نه لرؤ ٬ اوس د حكومت لخوا وضاحت راغلې دې ځكه مونږ تحريك عدم اعتماد بېرته اخستې دې۔ سپيكر مشتاق غني په دې مهال ايوان ته ووئيل چې د اپوزيشن د صوبائي اسمبلۍ غړو سردار بابك ٬ خوشدل خان او ثوبيه شاهد د ګل په سهار اسمبلي سېكرټرېټ ته د تحريك بېرته اخستو خواست وړاندې كړو۔ دې نه وروستو په ايوان كښې سپيكر د تحريك بېرته اخستلو منظوري وركړه










