اسلام آباد ۔ 10 جون (اے پی پی) بېلو سياسي ګوندونو د پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم په غړيتوب ترلاسه كولو خپل د مباركۍ پېغام كښې وئيلي چې دې سره به پاكستان په معاشي او اقتصادي توګه غوره شي او ورسره ورسره د سيمې لويو هېوادونو ترمينځھ د شخړو هواري اميد رامخې ته شوې۔ پاكستان له به دې تنظيم كښې بشپړه كردار ترسره كول وي۔ د پاکستان د جیوسټریټجک پوزیشن …
پاكستان به د شنګھائي مرستې تنظيم بشپړه غړيتوب سره په معاشي او اقتصادي توګه پياوړې شي۔ غړېتوب سره د سيمې لويو هېوادونو ترمينځه د شخړو د هواري اميد هم رامخې ته شوې۔ پاكستان له به په شنګھائي مرستې تنظيم كښې بشپړ كردار ترسره كول وي۔ د پاکستان د جیوسټریټجک پوزیشن څخه د نړۍ كوم هم هېواد انكار كولې نه شي۔ شنګهائي تنظيم كښې د دې سيمې تر ټولو غوره هېوادونه شامل دي۔ د بېلو سياسي ګوندونو لخوا د شنګھائي تنظيم په غړېتوب ترلاسه كېدو مباركي
اسلام آباد ۔ 10 جون (اے پی پی) بېلو سياسي ګوندونو د پاكستان د شنګھائي مرستې تنظيم په غړيتوب ترلاسه كولو خپل د مباركۍ پېغام كښې وئيلي چې دې سره به پاكستان په معاشي او اقتصادي توګه غوره شي او ورسره ورسره د سيمې لويو هېوادونو ترمينځھ د شخړو هواري اميد رامخې ته شوې۔ پاكستان له به دې تنظيم كښې بشپړه كردار ترسره كول وي۔ د پاکستان د جیوسټریټجک پوزیشن څخه د نړۍ كوم هم هېواد انكار كولې نه شي۔ شنګهائي تنظيم كښې د دې سيمې تر ټولو غوره هېوادونه شامل دي۔ هيله ده چې د كشمير په شمول د نورو مسئلو حل له به هم دا فورم خپل كردار ترسره كړي۔ د خالي په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې د تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي شهریار خان آفریدی ووئيل دا يوه مهمه كاميابي ده او هيله ده چې په دې فورم به پاكستان په غوره ډول د خپلو معاشي ٬ سماجي او نورو ګټو دفاع وكړي۔ ده ووئيل په نړۍ كښې قربانۍ پاكستان وركوي او رايو ته ترجيح د نورو وركولې شي۔ قربانۍ مونږ وركوؤ او معاشي مسئلو سره مونږ مخ يو۔ مونږ څخه د ډو مور غوښتنه كولې شي۔ ده ووئيل مونږ مستقل خارجه وزير نه لرو بياهم د تنظيم غړے جوړېدل يو مثبت ګام دے۔ د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي جنېد انوار چوهدری د اېس سی او مستقل غړې جوړېدل د مسلم لیګ (ن) حکومت مهمه كاميابي ګرځولو سره وئيلي ددې به ددې سيمې په معاشي او سياسي وضعه غوره اغېز راشي۔ د سيمې هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې به كمې راشي۔ ده ووئيل دا مهمه كاميابي زمونږ د كاميابې خارجه پالېسۍ دليل دے۔ د مسلم لیګ (ق) مرکزی عمومي سېكتر طارق بشیر چیمه دا يو مهم پېشرفت ګرځولې۔ ده هيله ولرله چې پاكستان به په دې فورم خپل غوره كردار ترسره كړي۔ د پي پي پي د قامي اسمبلۍ غړې اسمبلی نواب یوسف تالپور هم دا يو غوره پېشرفت ګرځولې۔ دې ووئيل پاكستان بايد دې كښې فعاله كردار ولري۔ د چين او روسيه په مرسته دې د پاكستان او هند ترمينځھ تاؤتريخوالې ددې فورم د لارې ختمه كړې شي۔ د كشمير مسئله دې حل كړې شي۔ د جمیعت علماء اسلام (ف) غړې نعیمه کشور خان دا يو غوره ګام ګرځولو سره ووئيل دې سره به د سيمې هېوادونو سره د پاكستان اړيكې لا مستحكم شي۔ هند سره هم بايد اړيكې ښې شي۔ د جماعت اسلامی پارلماني لارښود صاحبزاده طارق الله ووئيل د پاكستان لخوا د تنظيم بشپړه غړې جوړېدل يو مهم ګام دے په دې كشی د هند په شمول ټول مهم هېوادونه شامل دي۔ دې سره به د پاكستان تجارت ته وده ترلاسه شي او د سيمې هېوادونو سره به ئې اړيكې لا مضبوطې شي۔












