ګلګت بلتستان كښې د پاكستان ورځ روايتي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه

APP25-230322 HYDERABAD: March 23 – Members of HEPAP participating in Pakistan Day rally on the occasion of Pakistan Day at Thandi Sarak. APP Photo by Farhan Khan

ګلګت 23 مارچ (اے پي پي) د ګرد هېواد د نورو صوبو په څير ګلګت بلتستان كښې هم د پاكستان ورځ روايتي جوش او جذبې سره ولمانځلې شوه۔ د ورځې پېل په صوبائي سرښار ګلګت كښې د 21 توپو سلامۍ سره وشو او ټولو جوماتونو كښې قرآن خواني او د پاكستان پرمختګ لپاره خاص دعاګانې وشوې۔ د پاکستان ورځې مناسبت سره د ګلګت بلتستان په بېلا بېلو ځايونو كښې سياسي،سماجي،عسکري او په حكومتي كچه دستورې وشوې چې پكښې مقررينو پاكستان ترلاسه كولو لپاره په وركړې شويو قربانيو رڼا واچوله۔ مقررينو په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان استحکام او ترقۍ كښې به هر وګړي له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي