په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو په اړه د كانديدانو فهرست نن د فرورۍ په 19 مه نېټه جاري كولې شي ،الېکشن کمېشن

پېښور ۔18فروری(اے پی پی) په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو حوالې سره نن د فرورۍ په 19 مه نېټه د كانديداو فهرست جاري كولې شي۔ د كاغذاتو كره كتنه به د 21 مې فرورۍ نه تر 23 مې فرورۍ كېږي۔ د خېبر پختونخوا په 18 ضلعو كښې د مارچ په 31 مه نېټه د كېدونكو بلدياتي ټاكنو دوهم پړاؤ شېډول حوالې سره د الېكشن كمېشن لمخې د ریټرننګ افسرانو …

پېښور ۔18فروری(اے پی پی) په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو حوالې سره نن د فرورۍ په 19 مه نېټه د كانديداو فهرست جاري كولې شي۔ د كاغذاتو كره كتنه به د 21 مې فرورۍ نه تر 23 مې فرورۍ كېږي۔ د خېبر پختونخوا په 18 ضلعو كښې د مارچ په 31 مه نېټه د كېدونكو بلدياتي ټاكنو دوهم پړاؤ شېډول حوالې سره د الېكشن كمېشن لمخې د ریټرننګ افسرانو لخوا د كاغذاتو د منظورۍ يا مسترد كېدو په ضد اپيلونه به د 24 فرورۍ نه تر 26 مې فرورۍ جمع كولې شي۔ الېكشن ټرېبونل به د دې اپېلونو په اړه پرېكړه د مارچ تر اولنۍ نېټې وكړي۔ په 2 مارچ به د كانديدانو حتمي فهرست جاري كړې شي۔ تر 3 مارچ به كانديدان خپل كاغذات بېرته اخستلې شي۔ په 4مارچ به كانديدانو ته انتخابي نښې الاټ كړې شي۔ په 31 مارچ به ټاكنې وكړې شي او نتيجې به ئې په 4 اپرېل مرتب كړې شي۔

مزید خبریں