كوز دير٬مطلوب عسكريت خوښے كمانډر ونيولے شو٬كمانډر پوليس ته مطلوب ؤ

كوز دير 18 فروری (اے پی پی) په كوز دير كښې پوليس په يو شمېر مقدمو كښې مطلوب عسكريت خوښے كمانډر شهريار نيولے دے. پوليس له مخې دوه ورځې وړاندې په يوه خفيه اطلاع د پوليس په كاروائيو كښې مطلوب عسكريت خوښے كمانډر شهريار نيولے شوے كوم چې د كوز دير د برجوكس په غر كښې پټ ؤ ۔ د پوليس له مخې د هغه څخه دوه لاسي بمونه٬كلاشنكوف، ټوپكې او كارتوس برامد شوي