د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په ډېره مراد جمالي كښې د بس په اډه د بمي چاودنې غندنه وكړه

كوئټه 08 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په ډېره مراد جمالي كښې د بس په اډه د بمي چاودنې غندنه كولو سره د يو كس په مړينه او د نورو په ژوبل كېدو د غم دړد څرګندونه كړې ۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی وئيلي دي د ورانكارو به مخ نيوے كولے شي او په صوبه كښې به د امن او اومان په صورتحال كومه سمجهوته …

كوئټه 08 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی مير عبدالقدوس بزنجو په ډېره مراد جمالي كښې د بس په اډه د بمي چاودنې غندنه كولو سره د يو كس په مړينه او د نورو په ژوبل كېدو د غم دړد څرګندونه كړې ۔په خپل بيان كښې وزيراعلٰی وئيلي دي د ورانكارو به مخ نيوے كولے شي او په صوبه كښې به د امن او اومان په صورتحال كومه سمجهوته ونه كړي شي ۔وزيراعلٰی ټولو ژوبل شوو ته د علاج ښو آسانيو وركولو هدايت كړے ۔وزيراعلٰی په چاودنه كښې د مړ شوي كس كورنۍ سره د يووالي څرګندنه كولو سره د ژوبل شوو كسانو روغ صحت لپاره دعا كړې ۔