د ډېره مراد جمالي په قامي ستره لاره لاسي بمي بريد ٬ يو كس مړ دوه ژوبل شول

كوئټه 08 فروري (اے پي پي)د ډېره مراد جمالي په قامي ستره لار ولاړ بس سره نزدې نامعلومه كس لاسي بمي بريد كړے چې په نتيجه كښې يې يو كس مړ او دوه ژوبل شوي كوم چې په سمدستي توګه ټرامه سنټر ډېره مراد جمالي ته رسولې شوي ٬د نصير آباد ډويژن كمشنر فتح خان حجك ټراما سنټر كښې ايمرجنسي نافذ كولو سره ډاكټرانو ته سپارښتنه كړې چې ژوبل كسانو …

كوئټه 08 فروري (اے پي پي)د ډېره مراد جمالي په قامي ستره لار ولاړ بس سره نزدې نامعلومه كس لاسي بمي بريد كړے چې په نتيجه كښې يې يو كس مړ او دوه ژوبل شوي كوم چې په سمدستي توګه ټرامه سنټر ډېره مراد جمالي ته رسولې شوي ٬د نصير آباد ډويژن كمشنر فتح خان حجك ټراما سنټر كښې ايمرجنسي نافذ كولو سره ډاكټرانو ته سپارښتنه كړې چې ژوبل كسانو له هر ډول طبي آسانۍ وركړي كه حاجت پیښ شو نو ژوبل كسان دې كوئټه يا د سندھ لاړكانې روغتونونو ته ولېږلې شي دغسې په سيمه كښې پوليس څلور واړه اړخه ته ناكه بندي كړې ده ۔