تر خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پاكستانے او كشميرے اولس د مقبوضه جمو كشمير اولس سره ولاړ دے۔سردار فهيم اختر رباني

مظفرآباد 04 فروري (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير د اطلاعات وزير سردار فهيم اختر رباني وئېلي دي 5 فروري په پاكستان او آزاد جمو كشمير كښې د كشمير يو والي ورځ د دې لوظ تجديد دے چې د كشميرے اولس به د خپلې آزادۍ هلې ځلې تر هغه وخت روان ساتي تر څو چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حق خوداراديت ترلاسه نه وي او …

مظفرآباد 04 فروري (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير د اطلاعات وزير سردار فهيم اختر رباني وئېلي دي 5 فروري په پاكستان او آزاد جمو كشمير كښې د كشمير يو والي ورځ د دې لوظ تجديد دے چې د كشميرے اولس به د خپلې آزادۍ هلې ځلې تر هغه وخت روان ساتي تر څو چې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حق خوداراديت ترلاسه نه وي او تر هغه وخت به پاكستانے او كشميرے اولس د مقبوضه جمو كشمير اولس سره ولاړ وي٬ ده ووئېل كشميرے اولس د تېرو 7 لسيزو څخه د ملګرو ملتونو منظور شوو قراردادونو له مخې د حق خوداراديت لپاره هلې ځلې كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پیغام كښې كړې۔ده ووئيل د هند لخوا د 5 اګست 2019 اقداماتو څخه د كشمير مسئلې د وجود بدلولو هڅه شوې خو د كشميري اولس فولادي عزم د هند چالونه ناكامه كړي او هندي ځواكونه د كشميريانو حوصلې ماتولو كښې ناكامه راغلي