په لاړكانه كښې به د كشميريانو سره د يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ډپټي كمشنر

لاړكانه 04 فروري (اے پي پي)د لاړكانه ډپټي كمشنر وئېلي دي د فرورۍ په 5مه نېټه كال 2022 سهار لس بجې به د ټول هېواد پشان په لاړكانه ضلع كښې هم د كشميريانو سره د يو والي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي۔د لاړكانه ډپټي كمشنر اعلاميې له مخې د ضلعې انتظاميې لخوا د ګورنمنټ پائلټ هائر سېكنډري سكول لاړكانه نه تر شاهنواز بهټو ميموريل لائبريري لاړكانه د ډپټي كمشنر …

لاړكانه 04 فروري (اے پي پي)د لاړكانه ډپټي كمشنر وئېلي دي د فرورۍ په 5مه نېټه كال 2022 سهار لس بجې به د ټول هېواد پشان په لاړكانه ضلع كښې هم د كشميريانو سره د يو والي ورځ په بشپړه ډول لمانځلې شي۔د لاړكانه ډپټي كمشنر اعلاميې له مخې د ضلعې انتظاميې لخوا د ګورنمنټ پائلټ هائر سېكنډري سكول لاړكانه نه تر شاهنواز بهټو ميموريل لائبريري لاړكانه د ډپټي كمشنر په مشرۍ كښې د كشميريانو وروڼو سره د يووالي په اړه يو لاريون به ويستلے شي۔دغسې د لاړكانه ضلعې محكمې ټول مشران به د خپلې خپلې عملې سره لاريون كښې ګډون كوي