لاهور 04 فروري (اے پي پي)د پنجاب وزيراعٰلې وزير سردار عثمان بزدار د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن ممكن نه دے٬نړيواله ورورولي دې د هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزو نوټس واخلي٬د ملګرو ملتونو مجرمانه خاموشۍ په سبب د بې ګناه كشميريانو قتل …
د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار د كشمير يووالي ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
لاهور 04 فروري (اے پي پي)د پنجاب وزيراعٰلې وزير سردار عثمان بزدار د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي د كشمير مسئلې حل نه غېر په سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن ممكن نه دے٬نړيواله ورورولي دې د هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو پرله پسې خلاف ورزو نوټس واخلي٬د ملګرو ملتونو مجرمانه خاموشۍ په سبب د بې ګناه كشميريانو قتل عام روان دے۔ده ووئيل هند په مقبوضه جمو كشمير كښې د آزادۍ هلې ځلې اوس د پښو لاندې كولې نه شي٬غاصب مودي سركار د طاقت په زور سره د كشميريانو د حريت جزبه ختمولې نه شي۔ده ووئيل ټول قام د كشميريانو د هلو ځلو آزادۍ له مرسته كړې او تل به كوي۔ده ووئيل پاكستان به د كشميريانو سفارتي مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د كشمير مسئله په هر فورم پورته كولو سره د كشميريانو د سفير جوړېدو حق ادا كړے







