د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان په بلوچستان كښې د ترهه ګرو د بريدونو غندنه وكړه او د امنيتي ځواكونو په شهادت ئې غمرازي ښكاره كړې

پېښور 03 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د بلوچستان په پنجګور او نوشكي سيمو كښې د ترهه ګرو د بريدونو سخته غندنه كړې او په بريدونو كښې يې د امنيتي ځواكونو په شهادت غمرازي ښكاره كړې۔د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم …

پېښور 03 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د بلوچستان په پنجګور او نوشكي سيمو كښې د ترهه ګرو د بريدونو سخته غندنه كړې او په بريدونو كښې يې د امنيتي ځواكونو په شهادت غمرازي ښكاره كړې۔د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د شهيدانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا كړې۔ګورنر ژوبل شوو امنيتي ځواكونو زر روغتيا له هم دعا كړې۔ده د ترهه ګرو د بريدونو په شنډولو امنيتي ځواكونو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي قام د نرانو امنيتي ځواكونو په قربانو وياړ لري او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ټول قام د امنيتي ځواكونو سره يو ولاړ دے