رېډیو پاکستان به د كشمير ورځې په موقعه خصوصي پروګرامونه خپروي٬ ستېشن ډائرېكتر آصف خان كھېتران

ملتان۔3فروری(اے پی پی) د ريډيو پاکستان ملتان کنټرولر او سټېشن ډائرېکټر آصف خان کھېتران وئيلي چې رېډيو پاکستان په حقيقت کښې د پاکستاني اولس غږ دې او اولس د کشمير خپلواکي غواړي، د كشمير يووالي ورځې په موقعه په رېډيو پاكستان ملتان كښې په يوه مشاعره كښې د كوربه په حېث خپل خطاب كښې آصف خان كھېتران زياته كړه چې د اوسني حكومت د هڅو په نتيجه كښې د ګردې نړۍ پام د كشمير اولس پلو ګرځېدلې دې٬ پاكستان په هر فورم دا مسئله پورته كړې ده۔ د رېډيو پاكستان ټول سټېشنونه به د كشمير ورځې په موقعه خصوصي پروګرامونه خپروي په كومو كښې چې مذاكرې ٬ سيمينارونه ٬ مشاعري او خصوصي سندرې شامل دي۔ د مشاعرې محفل پروډيوسر مرزا اظهر لطيف وو٬ صدار ډاكټر محمد امين كولو او خصوصي مېلمانه پروفېسر انور جمال او پروفېسر ډاكټر شوذب كاظمي وو۔ د نظامت فرائض شاكر حسېن شاكر ترسره كړل۔ په مشاعره كښې چې كومو شاعرانو خپل كلام وړاندې كړو په هغوي كښې قمر رضا شهزاد، رضی الدین رضی، رضوانه تبسم درانی، صائمه نورین بخاری، اشهر حسن کامران او ماه رخ حفيظ شامل وه۔