پېښور۔ 2فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت د اطلاعاتو خصوصي مرستيال بېرسټر محمد علی سېف د شورؤ په ورځ سېنټ جونز چرچ ته لاړو او دغلته ئې د وليم سېراج په مړينه غمرازي ښكاره وكړه۔ په دې مهال بېرستر سېف بشپ همفرے سرفراز پيټر سره هم ملاقات وكړو۔ هغه ووئيل زه د خېبر پختونخوا اعلی وزير په خصوصي هدايت دلته راغلې يم٬ د ولیم سیراج د وژنې پېښې غندنه …
د اطلاعاتو خصوصي مرستيال د وژلي شوي وليم سېراج په مړينه غمرازي
پېښور۔ 2فروری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت د اطلاعاتو خصوصي مرستيال بېرسټر محمد علی سېف د شورؤ په ورځ سېنټ جونز چرچ ته لاړو او دغلته ئې د وليم سېراج په مړينه غمرازي ښكاره وكړه۔ په دې مهال بېرستر سېف بشپ همفرے سرفراز پيټر سره هم ملاقات وكړو۔ هغه ووئيل زه د خېبر پختونخوا اعلی وزير په خصوصي هدايت دلته راغلې يم٬ د ولیم سیراج د وژنې پېښې غندنه كوؤ٬ پېښه كښې ككړ كسان به خپل انجام سره مخ كولې شي۔ هغه ووئيل مسيحي ورورولۍ ته د هر ډول ممكنه مرستې باور وركوم٬د خېبر پختونخوا حكومت اقليتي ورورولۍ سره ولاړ دے۔ خصوصي مرستيال ووئيل پاكستان كښې فتنه او فساد رامخې ته كوؤنكي د اسلام او انسانيت دښمنان دي۔ هغه ووئيل يو شمېر عناصر دين د خپلو ناوړه مقصدونو لپاره كارول غواړي۔ په دې موقعه د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن قبله اياز او پير نقيب الرحمن هم موجود وو۔











