د خېبر پختونخوا په 12 ضلعو كښې به د روانې مياشتې په 13مه نېټه بيا پولنګ كېږي

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د خېبر پختونخوا په بېلو ضلعو كښې د بلدياتي ټاكنو په اولني پړاؤ كښې د هلې ګولې او بد انتظامۍ د لاسه په ځپلې شويو پولنګ سټېشنونو بيا پولنګ كولو له د روانې مياشتې 13مه نېټه ټاكلې ده۔ د الېکشن کمېشن لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي آرډر لمخې د بلدیاتی ټاكنو په اولني پړاؤ كښې په ځينو ضلعو كښې د جنګ …

اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د خېبر پختونخوا په بېلو ضلعو كښې د بلدياتي ټاكنو په اولني پړاؤ كښې د هلې ګولې او بد انتظامۍ د لاسه په ځپلې شويو پولنګ سټېشنونو بيا پولنګ كولو له د روانې مياشتې 13مه نېټه ټاكلې ده۔ د الېکشن کمېشن لخوا د شورؤ په ورځ د جاري شوي آرډر لمخې د بلدیاتی ټاكنو په اولني پړاؤ كښې په ځينو ضلعو كښې د جنګ جھګړو او هلو ګولو د لاسه ټاكنې ځنډولې شوې وې۔ اوس به د 12 ضلعو كومو كښې چې پېښور ، باجوړ، کرک، مهمند، کوهاټ،بنوں، مردان، لکی مروت، ډی آئی خان، بونېر، نوښار او خېبر شامل دې په 221 پولنګ سټېشنونو د فرورۍ په 13 مه نېټه يو وارې بيا ټاكنې كولې شي۔ دې نه ځانله په كومو تحصيلونو او سيمو كښې چې د كانديدانو د وفات له امله ټاكنې ځنډولې شوې وې دغلته به هم د فرورۍ په 13 مه نېټه ټاكنې كولې شي۔