د فرورۍ پنځمه نيټه به د كشميريانو سره د يووالي ورځې په توګه لمانځلې شي٬ د فېصل آباد په شمول په هر ډويژن كښې چمتوالے نيولے كېږي

فېصل آباد 01 فروري (اے پی پی) د فېصل آباد پشمول په هر ډويژن كښې به د كشمير يو والي ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي او د ضلعې ٬ تحصيل او سټي هېډ كوارټرز په كچه به د كورونا اېس او پيز لاندې لاريونونه ويستلے شي چې مقصد ئې د ګردې نړۍ پام د كشمير مسئلې او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق پلو راګرځول دي۔ د تېرو …

فېصل آباد 01 فروري (اے پی پی) د فېصل آباد پشمول په هر ډويژن كښې به د كشمير يو والي ورځ به په بشپړه توګه لمانځلې شي او د ضلعې ٬ تحصيل او سټي هېډ كوارټرز په كچه به د كورونا اېس او پيز لاندې لاريونونه ويستلے شي چې مقصد ئې د ګردې نړۍ پام د كشمير مسئلې او د كشميري اولس د خپلواكۍ حق پلو راګرځول دي۔ د تېرو رواياتو په ډول دا ځل به هم د فرورۍ په 5 مه نېټه د خالي په ورځ به د بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو لخوا خصوصي سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مبحاحثې كولې او لاريونونه ويستلے شي كومو كښې به چې د هر مكاتب فكر شخصيات ګډون كوي۔ د فېصل آباد پشمول هر ډويژن كښې به د ورځې پېل د سهار مونځ څخه وروستو د كشمير آزادۍ ٬ د پاكستان استحكام ٬ د هېواد سلامتيا او د اسلامي نړۍ كاميابۍ لپاره دعا څخه كېږي۔ سهار 10 بجې به په ټول ښار كښې سائرن غږولې شي او د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو او د هغوي غمجنيو كورنيو سره د يو والي څرګندونې له به تر يوې دقيقې خاموشي اختياورلې شي۔ د حريت كنفرنس وياند وئيلي دي كشمير هېڅكله د هند برخه جوړېدے نه شي۔ هغه ووئيل كه هند د 8 لكه په ځائې 80 لكه عسكر هم په مقبوضه كشمير كښې تعينات كړي بيا هم كشميريان د آزادۍ ترلاسه كولو هڅو څخه منع كېدے نه شي۔ هغه ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے۔ هغه ووئيل د كشمير مسئله د هند د وېش نيمګړې ايجنډا ده د كومې ترسره كول چې د هر يو كشميري او پاكستاني ملي ذمه واري ده