پېښور 30 جنوري (اے پي پي) نوے پاكستان هاٶسنګ سكيم ارزان كورونه وركولو لپاره د اوسني حكومت فلېګ شپ منصوبه ده. د دې سكيم له مخې هاٶسنګ لپاره به د زمكې مسئلې زر ترزه حل كولې شي، په صوبه كښې په ټاكل شوي وخت كښې د پروژو ترسره كولو اقدامات روان دي. د سركاري چارواكو له مخې د نوي پاكستان هاٶسنګ سكيم له مخې د جلوزئي او سوړيزئ هاٶسنګ سكيمونو …
نوے پاكستان هاٶسنګ سكيم ارزان كورونه وركولو لپاره د اوسني حكومت فلېګ شپ منصوبه ده
پېښور 30 جنوري (اے پي پي) نوے پاكستان هاٶسنګ سكيم ارزان كورونه وركولو لپاره د اوسني حكومت فلېګ شپ منصوبه ده. د دې سكيم له مخې هاٶسنګ لپاره به د زمكې مسئلې زر ترزه حل كولې شي، په صوبه كښې په ټاكل شوي وخت كښې د پروژو ترسره كولو اقدامات روان دي. د سركاري چارواكو له مخې د نوي پاكستان هاٶسنګ سكيم له مخې د جلوزئي او سوړيزئ هاٶسنګ سكيمونو نه علاوه د پېري اربن هاٶسنګ بېلا بېلې پروژې روانې دي. د 150 كنال د جلوزئي هاٶسنګ سكيم پي سي ون منظور كړے شوے. په پروژه به 3.3 اربه روپې لګښت راځي. د پروژې ډيزائن لپاره كنسلټنټ هائير كړے شوے.










