كوئټه 29 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر او د پاكستان تحريك انصاف بلوچستان صدر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسنې حكومت د كرپشن خاتمې سره سره هېواد په سمه لار روانولو او په لاندې كچه د انصاف وركړې لپاره عملي اقدامات كوي. د خالي په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې تحريك انصاف د بلوچستان …
اوسنې حكومت په لاندې كچه د انصاف وركړې لپاره عملي اقدامات كوي. قاسم خان سوري
كوئټه 29 جنوري (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر او د پاكستان تحريك انصاف بلوچستان صدر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اوسنې حكومت د كرپشن خاتمې سره سره هېواد په سمه لار روانولو او په لاندې كچه د انصاف وركړې لپاره عملي اقدامات كوي. د خالي په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې تحريك انصاف د بلوچستان وزيراعلٰی قدوس بزنجو سره دے چې دغسې د بلوچستان اولس ته ريليف وركړے شي. ده ووئيل چې د مېډيكل زده كوونكو د جائز غوښتنو حل لپاره به بشپړه هڅې كولې شي، نواز شريف سره د ډيل خبرې بې بنسټه دي. ده ووئيل چې سردار يار محمد رند زمونږ مركزي لارښود او په وفاقي كچه خاص مرستيال دے، كه هغه مرور وي نو وزيراعظم سره دې ليدنه وكړي.










