ميرپور26جنوري (اے پي پي) د هند د جمهوريت ورځ په مير پور كښې د "تورې ورځې" په توګه لمانځلې شوې ٬ په دې موقع هندي ځواكونه مرده باد، پاك پوځ زنده باد چغې وهلې شوي ۔ په دې لړ كښې د مير پور انتظاميې٬ كشمير لېبرېشن سنټر٬ سياسي ګوندونو ٬د تجاران تنظيمونو، د ملازمانو تنظيمونو او د سول سوسائټۍ تر سېوري لاندې احتجاجي لاريون د ضلع كچهري څخه اويستلے شو …
د هند د جمهوريت ورځ په مير پور كښې د “تورې ورځې” په توګه ولمانځلې شوه، هندي ځواكونه مرده باد، پاك پوځ زنده باد نعرې پورته شوې
ميرپور26جنوري (اے پي پي) د هند د جمهوريت ورځ په مير پور كښې د “تورې ورځې” په توګه لمانځلې شوې ٬ په دې موقع هندي ځواكونه مرده باد، پاك پوځ زنده باد چغې وهلې شوي ۔ په دې لړ كښې د مير پور انتظاميې٬ كشمير لېبرېشن سنټر٬ سياسي ګوندونو ٬د تجاران تنظيمونو، د ملازمانو تنظيمونو او د سول سوسائټۍ تر سېوري لاندې احتجاجي لاريون د ضلع كچهري څخه اويستلے شو كوم چې مياں محمدروډ څخه څڅه چوك شهيدان ته ورسېد ٬ چرته چې د تورې ورځې په لړ كښې لويه مظاهره وشوه۔په دې موقع ګډون كوونكو تور بېرغونه٬ پلے كارډز او بېنرز پورته كړې وٶ چې پرې د هندي جارحيت او په مقبوصه جمو كشمير د غاصبانه قبصې په ضد او د كشمريانو د خپلواكۍ حق په لړ كښې نعرې او ليكونه درج وو۔په دې موقع ګډون كوٶنكو٬ پاكستان زنده باد٬ د كشمير د آزادۍ تحريك زنده باد ٬هندي ځواكونه مرده باد، پاك پوځ زنده باد چغې هم ووهلې










