د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ د بارانونو له امله بيلو پېښو كښې په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه وكړه

پېښور 23 جنوري (اے پي پي)د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان د صوبې بيلو ضلعو كښې د بارانونو له امله په شوې قيمتي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره د ځپليو كورنيو سره غمرازي كړې او په دې پېښو كښې په شوې مالي او ځاني زيان ئې د افسوس څرګندونه كړې۔د اتوار په ورح په خپل يو بيان كښې وزیراعلیٰ په حق رسيدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د ارواښادو بخښنې او غمجنو كورنيو زغم لپاره دعا اوكړه ۔ ده په دې مهال په بيلو پېښو كښې ژوبل كسانو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔