جړانواله فېصل آباد كښې د كور چهت لوېدو له امله يوه كوچنۍ مړه ٬ دوه كسان ژوبل

فېصل آباد 20 جنوري (اے پي پي) جړانواله فېصل آباد كښې د زيارت په ورځ د كور چهت لوېدو له امله يوه كوچنۍ مړه او د كوچني پشمول دوه كسان ټپيان شوي۔ د رېسكيو 1122 وياند له مخې د جړانواله په 353ګب كلي كښې د كور چهت كوم چې د لرګو نه جوړ ٶ غورځېدلے چې په كښې يوه كوچنۍ مړه او د يو كوچني پشمول دوه كسان ژوبل شوي۔ مړې او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوي