اسټیبلشمنټ ډیپارټمنټ د خېبر پختونخوا د ګریډ 19 او 18 د 5 افسرانو د بدلۍ او تعينات كولو احكامات جاري كړل

پشاور۔19جنوری(اے پی پی) د خېبر پختونخوا حكومت د ګریډ 19 او 18 د 5 افسرانو د بدلۍ او تعينات كولو احكامات جاري كړي دي۔ د اسټېبلیشمنټ ډیپارټمنټ خېبرپختونخوا لخوا د شورؤ په ورځ د جاري كړې شوې اعلاميې له مخې د ګرېډ 19 افسر محمد کبیر آفریدی اېډ یشنل سېکرټری داخله وقبائلی امور، د ګرېډ 18 محمود علی خان اېډیشنل سېکرټری لېبر، د ګریډ 18 حسن عابد اېډ یشنل سېکرټری خزانہ او د ګرېډ 18افسر محمد شعېب اېډیشنل سېکرټری سپورټس تعینات كړې شوې دې۔ دې سره سره د ګرېډ 18 اېډیشنل سېکرټری خزانه نيلم سلطانه خټك ته اسټېبلېشمنټ ډیپارټمنټ ته د رپورټ كولو هدايت شوې۔