د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سېنېټر دوست محمد خان د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پیښور18 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د سېنېټر دوست محمد خان د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔د غم جنې كورنۍ په نامه د غمرازۍ په بيان كښې وزيراعلٰی غم جنې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كولو سره د ارواښاد بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زعم دعا وكړه او وې وئېل مونږ د غم جنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو