سينيټر اعجاز احمد چوهدري د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د ورور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

لاهور 10 جنوري (اے پي پي) د تحريك انصاف مركزي لارښود سينيټر اعجاز احمد چوهدري د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني سره د كشر ورور سالار سنجراني په مړينه غمرازي ښكاره كړې۔ د ګل په ورځ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي