پي آئي  اے کوېټې څخه دوبۍ ته مستقيم پرواز سره د پاکستان نوم په فخر سره پورته کړې ٬ دوهم سپيكر

  کوئټه۔3جنوری  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري د ګل په ورځ كوئټه څخه دوبۍ ته د مستقيم فلائټ سروس پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل کوئټې څخه دوبۍ ته په مستقيم او نېغ په نېغه پرواز پېل كېدو راته ډېره خوشحالي شوې ده ٬ دا د دې ځائې د اولس پخوانۍ غوښتنه وه ٬ پي آئي  اے دا فرض ترسره …

 

کوئټه۔3جنوری  (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم سوري د ګل په ورځ كوئټه څخه دوبۍ ته د مستقيم فلائټ سروس پرانسته وكړه۔ د پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې هغه ووئيل کوئټې څخه دوبۍ ته په مستقيم او نېغ په نېغه پرواز پېل كېدو راته ډېره خوشحالي شوې ده ٬ دا د دې ځائې د اولس پخوانۍ غوښتنه وه ٬ پي آئي  اے دا فرض ترسره كولو سره د پاکستان نوم په فخر سره پورته کړې دې۔ قاسم خان سوري ووئيل په كوئټه ايئرپورټ نوې رن وے جوړولې شي۔ د دستورې په پايه كښې كوئټې څخه دوبۍ ته د پپروازونو په پېل كولو د پي آئي اے پرمختګ لپاره دعا وكړې شوه۔ په دستوره كښې د پي آئي اے اعلی چارواكو ٬ د بزنس كميونټي استازو ٬ د پاكستان تحريك انصاف لارښودو او ګڼ شمېر عامو وګړو ګډون وكړو۔ دستورې ته د پي آئي اے جنرل منېجر ووئيل د كراچي ژوب او تربت لپاره مو پروازونه پېل كړل٬ پي آئي اے په بلوچستان كښې خپل خذمات روان ساتلې دي او اوس د كوئټه او دوبۍ ترمينځه د قومي ايئر لائن پي آئي اے نېغ په نېغه پروازونه بحال شوي دي او هره اونۍ به دوه پروازونه چلولې شي

مزید خبریں